دنوي سړۍ جګړۍ پیل!
((عزیزاحمدخوارمل)) ((عزیزاحمدخوارمل))

                     دانټرنیت دمنابعوڅخه

 

دواشینګتن پوست ورځپاڼی لمړی مخ د۲۰۰۶م کال داپریل دمیاشتی په اومه ۷مه نیټه د۱۳۸۵لمریز کال دوری دمیاشتی په ۱۸ نیټه دجمعی د ورځی سره پرابره ده،دیوی ټول پوښتنی په ترځ کې لیکی : دروسي دفیدراتیف هیوادخلک،دی باوراوعقیدی ته رسیدلي دي چې دامریکی  هیوادددوي دهیوادپه وړاندي  بیا سړۍ جګړۍ ته یې مخه کړی ده اوغواړي چې دروسي هیوادکمزوره او له منځه یې یوسی .

ددوي داباوراوعقیده  دروسي پرضددهغوګزارشونواومقالیوخپریدل،دامریکی په خپریدونکوورځپاڼوکی بولی چې ترپخواپدی هکله داواوس اوس ډیرخپریږي .

دامریکی خپریدونکی ورځپانې په دی وروستیواونوکښی ددی هیواددیوشمیرجګپوړوچارواکودویناوپه حواله لیکۍ، چې دامریکی دهیواد هستوی اوآتومی واک تردی اندازی مخ ته تللی دی اوددی توانمندی ورسره سته چې دروسي اودچین دهیوادونوهستوی مرکزونه او اټومی زریمی بیله دا چې ددی هیوادونو دکوم  دفاعی یرغل سره مخامخ شي له منځه یې یوسي .     
دواشیګتن پوست دورځپاڼی دټول پوښتنی پربنسټ ،دروسي دهیواددخلکولویه برخه(اکثریت برخه) اوددی هیوادډیرسیاست پوهان اوحتی  لیبرال سیاست پوهان په دی باوری دی  اووایې چې   په دی ورځپاڼو کی خپری شوی ګزارشونه  اومقالي وسپینی ماڼی ته  دنږدی کسانودلړلیداونظریاتوخپریدل  دی چې د((فاین افرز)) په ورځپاڼی  کې خپریږی دا دامریکی ددولت رسمی سیاست اوموضعي بولي اوداپه ډاګه وایې امریکا نه غواړي چې روسي دی دشوروي دپخوانیوجمهوریتونود اتحاد ترړنګیدووروسته  دی بل ځلی بیا دیوستراوغښتلی هیوادپه توګه رامنځته شی .

دامریکی ددی نوي هستوي ګواښ په لړکی ،ولادیمیرپوتین دروسي جمهورر‌ئیس ددی هیواددبل المثله هستوی واک پرساتلواوپرضرورت باندی دهیواددامنیت دتضمینولو په خاطرخبرورکړ،اودهستوی راکتی قواوسترقوماندان ژنرال الکساندرګروکف اودهوایی قواوقوماندان ژنرال بالوفسکی،اودروسي ددفاع دوزارت دګډوقواوستردرستیز ژنرال یوری بالویفسکی  دخپل هیواددجمهورئیس دخبروپه تایید سره وویل: 
دروسي دفدارتیف هستوی وسلی(هستوی اوآتومی راکتونه) دکیفیت له نظره هومره مخته تللی دی چې دهر ډول راکتی تیری مخه نیولی شی اوددی واک  لری چې  دهرډول راکتی یرغل څخه دفاع وکړی .  روسان پدی باور دی چې امریکائیان  له دی  کبله زیارباسی اوهڅه کوی چې دیوی غښتلی اوستر ژئوپولیتیک زبرځواک روسیي مخه ونیسی اوترخپل لاس لاندی یې مهارکړی .

  دروسانودغه باوراوعقیده دهغونوي محافظه کاره جنګ سالارانو (جنګ سالاران محافظه کار نوین) دځواک اودبرلاسی عمده دلیل ګڼی ،چې دجورج ډولیوبوش ددولت دفیصلوپه رامنځته کیدلواو د تصمیم ګیریوپه چاروکی شامل  دی ،چې دپخوا په اندازه یې اوس  نورډیرمسایل رامنځته کړیدی .

چې همدااوس دمسکواوواشینګتن دسیالی مهم  ډګردشوروی اتحاددپخوانیوجمهوریتونوسمیی دی چې امریکا په اړهړخیزه توګه دځان دشتوالی په تلاش کې  دروسي دسنتی نفوذپه دغو سیموکښی دی .

دواشینګتن پوست دورځپاڼی دلیکنی پربنسټ ،دروسي خلک پدی باوری اوعقیده من دي چې دامریکی ادعاوی ددموکراسی دپراختیاترسرلیک لاندی،دشوروی اتحادپه پخوانیوجمهوریتونوکی درنګونودانقلاب ترنامه اوپه دغه پوښښ کی دمسکودسنتی ځواک اودنفوذ دکمولوپه موخه  اودناتودجغرافیوی پراختیادپاره په دغوسیموکښی داډول تلاښونه ترسره کیږی .اوپه بین المللی برخه کی امریکایی چارواکی دروسي نسبی باندنی سیاسی استقلال لکه دعراق دجګړی سره دروسي مخالفت ،دفلسطین دحماس داسلامی غورځنګ سره خبراتری ،داسلامی نړی سره دښواړیکوټینګه ول اوساتل،دایران په اتومی اوهستوی چاروکی مرسته اودمسکومخالفتونه دامریکی  دیوی اړخیزی پراختیاپه وړاندی  په نړی کی څرګنده وی ،اودامریکی چارواکی هم داسی انګیری یې اوهم داسی وایي . اوله دی کبله دامریکی دولت  وهند ته دهستوی مرستودپاره مخ واړوه ترڅو دروسي اودچین ترمنځ  دهرډول ګډاستراتیژیک کار خنډوګرځی اوپه نړیوال راکړه ورکړه کړی  مشکل اوسختی رامنځته کړی . همدارنګه نوي محافظه کاران دامریکی دجمهورئیس  دیک چني ترلارښودنی لاندی،دپوتین پردولتی ځواک چې په خپل ځاني  ځواک یې اړولی دی ډیري ګوتنیوني یې کړی دی او دروسي په  هکله یې دیوی  نوي لړلیدوړاندیز کړیدی ،دنوي لړلیدپه وړاندیز کې دسره داړیکوپه اړه څیړني رواني دی ،اودامریکی په نوي ملی دکترینوکی دروسي ګډون دتروریزم سره په مبارزی کي ،دانرژي په هکله مرسته اوکاراوفعالیت  اوداتو(۸)صنعتی هیوادونود راتلوونکی ګډی غونډی په  پلان کې په نظرکی نه دی نیول سوی،ترڅودروسي هیواد په ګوښه کی ځانله پاته شی .په حقیقت کی دشوروی جمهوریتودیووالی ،اتحاد دړنګیدووروسته  اودسړۍجګړي دپاي ته رسیدو په اعلان سره ددووهیوادونو داړیکوبڼه اوڅیره سړه سوله اودبی باورویو بهیردیوبل په وړاندی  رامنځته سول .

دځان ځواک پلوه ولادیمیرپوتین رامنځته کیدل د اودبوریس یلتسین  لویدیځ پلوه  پرځای  دروسي دجمهورئیس په توګه په ۲۰۰۰کال کی  ،دادروسي دهیواددخلکوتیروتنه اودامریکی بی ځایه غروراوتکبره څخه وو،خصوصآ کله چې پوتین په خپل ملی ګرایانه دریځ سره دروسي دلاسه تللی دریځ اوموقعیت دبیرته لاس ته راوړلواعلان وکړ اوبیا دپوتین مخالفت دامریکی د برلاسی اودنړیواله زبرځواکی سره ،اودناتودپراختیا سره دخپل هیواددپلوسره،داهم دروسي د خلکودلوی برخی (اکثریتوخلکو)دلړلید ښکاروندوی دی .

په دی لړ کی که څه هم سړه جګړه دپخواپه بڼه به بل ځل رامنځته نه شی ،که بیا هم دتضادونواورقابتونوبهیراوپروسه وګورو دامریکی اوروسي ترمنځ  دسیمیزواوبین المللی مسایلوپه هکله دا راپه ګوته کوی او راښي یي ،چې دغه دوه هیوادونه دهغوایدیالوژیکوموخوڅخه دسړی جګړی په دوران کی چې موجودوی  لیری دی ،مګراوس دخپلوملی ګټوپربنسټ ،دمخالف اومتضاده ګټو پس ګرځی اوتعقیبه وی . /   



 


April 10th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی